کابل کې د روسیې سفیر د سالنګ د بیا رغونې لپاره د جمتووالي خبر ورکړی دی

کابل کې د روسیې سفیر د سالنګ د بیا رغونې لپاره د جمتووالي خبر ورکړی دی
په همدې حال کې د ۲۰۲۲ کال په پای کې د ا.ا. د اقتصاد وزیر نورالدین عزیزي روسیې ته ولاړ او هلته یې له روسیې څخه د غنمو او تیلو د واردولو تړون لاسلیک کړ.
د سالنګ تونل چې ډېری شمالي ولایتونه له سوېل سره نښلوي، د پخواني شوروي اتحاد له خوا د سردار داوود خان د واکمنۍ پر مهال د ۶۳۶ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شو.
(2023 / 2 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د سالنګ تونل د بیارغونې لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړ.
ښاغلي دیمیتري له ۲۴ روسي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د اړتیا په صورت کې روسیه چمتو ده چې د سالنګ تونل بیارغونه وکړي.
نوموړي دغه راز د ټاپي پروژې په برخه کې د هېواد د لېوالتيا په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې د دغه هېواد د پايپونو جوړونکي چمتو دي، چې له دې پروژې سره يوځاى شي او د سالنګ تونل ترافيکي ستونزه به حل شي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د روان کال په اوږدو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۴۰ سلنه لوړه شوې او اوس روسیه افغانستان ته زیات تېل صادروي.
په همدې حال کې د ۲۰۲۲ کال په پای کې د ا.ا. د اقتصاد وزیر نورالدین عزیزي روسیې ته ولاړ او هلته یې له روسیې څخه د غنمو او تیلو د واردولو تړون لاسلیک کړ.
اړوند موضوعات:
د سالنګ لار د زیاتو ورښتونو له امله یو ځل بیا د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده
د سالنګ تونل چې ډېری شمالي ولایتونه له سوېل سره نښلوي، د پخواني شوروي اتحاد له خوا د سردار داوود خان د واکمنۍ پر مهال د ۶۳۶ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شو.





