ډیره اسماعیل خان د پولیو ناروغۍ ضد کمپاین، ضلعي پوليس افسر محمد شعيب خان ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو کمپاين شروع کړے دے

0
235

باغي ټي وي رپورټ
ډيره اسماعيل خان: د پوليو مخنيوي مهم شروع شوے دے، ضلعي پوليس افسر محمد شعيب خان ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو کمپاين شروع کړے دے، د پوليو 95 ټيمونو ته 450 نه زيات افسران او نارينه سکيورټي ګمارلي شوي دي چي ډي پي او پخپله څارنه کوي۔
تفصيلاتو ترمخه نن د ډيره اسماعيل خان ضلعي او د صوبي مختلفو ضلعو کښي د پوليو ضد مهم شروع شوے دے۔ دا کمپاين د درزنده تحصيل نه شروع شوے وو په کوم کښي چي د صحت محکمي لخوا د پوليو 95 ټيمونه جوړ شوي وو چي د هغوي د حفاظت لپاره ئي 450 اهلکارو او اهلکارو خپلي وظيفه ترسره کوي چي پکښي ضلعي پوليس افسر ديره محمد شعيب د کمپاين څارنه کوله۔

ډي پي او ډيره پخپله بي ايچ يو ته لاړو او ماشومانو ته يې د پوليو څاڅکي ورکړو په داسې حال کې چې ډي ايس پي صدر حافظ محمد عدنان، ډي ايس پي پرووا سرکل ملک عابد اقبال، ډي ايس پي درازنده سيد صغير ګيلاني هم د امنيتي ټيمونو او پوليس موبائلونو څارنه کوله.

Leave a reply