د خیبر پښتونخوا په بنو کښي د ترهه ګرئ مخنيوي محکمي سي ټي ډي دري وسلوال نيولي دي
باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په بنو کښي د ترهه ګرئ مخنيوي محکمي سي ټي ډي دري وسلوال نيولي دي۔
د سي ټي ډي وينا ده چې د نيول شوي ترهګرو تعلق کالعدم تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره دے او درې واړه ترهګر د شپې په ګاډي کښې له لکي مروت څخه پېښور ته روان وو.
سي ټي ډي ويلي دي چې دغه ترهګر په لکي مروت، ډيره اسماعيل خان او بنو کې په ترهګريزو بريدونو کې لاس درلود.
د سي ټي ډي وينا ده چي د نيولي شوي ترهګرو پيژندګلو د عمر زمان، سليم عرف ملنګ او احمد نبي په نومونو شوې ده چي درې واړه ترهګر هدفي قاتلان دي۔