الېکشن کمېشن د خېبرپښتونخوا حکومت لخوا د هيلي کاپټرو استعمالولو له وجې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان او نورو کسانو نه د وصولۍ لپاره قامي احتساب بيورو (نيب) ته خط ليکلی دی.

0
96

باغي ټي وي رپورټ
الېکشن کمېشن د خېبرپښتونخوا حکومت لخوا د هيلي کاپټرو استعمالولو له وجې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان او نورو کسانو نه د وصولۍ لپاره قامي احتساب بيورو (نيب) ته خط ليکلی دی.

د پاکستان اليکشن کميشن د عمران خان او نورو کسانو نه د حکومتي هيلي کاپټرو استعمالولو او د نااهله اعلانولو په اړه نيب ته خط ليکلي دي.

نيب ته په ليکل شوي خط کې وئيلي شوي دي چې عمران خان او نور نا اهله کسان دې د اړوند فورم لخوا ډيفالټر اعلان کړل شي او د نااهلانو فهرست دې اليکشن کميشن ته وړاندې کړل شي.

د نېب د اسنادو له مخې د خېبرپښتونخوا حکومت په دوه سرکاري هيلي کاپټرو کې ۱۸۰۰ غير قانوني سفرونه شوي، سياستوالو ۵۸۸ ځله هيلي کاپټرې کارولي، حکومتي چارواکو دغه هيلي کاپټرې ۵۷۷ ځله کارولي، ۱۹۸.۳ ميليونه د غيرمسوولو کسانو په ضد او ۹ ميليونه د سياستوالو له امله لګول شوي دي. په لکونو کروړه روپۍ بقایا دي پداسې حال کې چې حکومتي چارواکي د 5 کروړه 8 لاکه روپو څخه ډیر پوروړي دي ، نور د 5 کروړه روپیو څخه ډیر بقایا لري.

ياده دې وي چې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د کال 2008م د نومبر له لومړۍ نيټې څخه د هيلي کاپټرو استعمال قانوني اعلان کړی وو چې په اړه يې مسلم ليګ (ن) د هيلي کاپټرو استعمال په اړوند قانون کښې ترميم په پيښور هائي کورټ کښې چيلنج کړے دے۔

Leave a reply