وزیراعظم شهباز شریف د هغه پاکستاني وګړي ستاینه وکړه چې د سوریا او ترکي زلزله ځپلو سره ی ۸ اته ملیارده روپۍ مرسته کړې ده

0
211

باغی ټي وي رپورټ
یوه پاکستاني سړي په خاموشۍ سره په ترکیه او سوریه کې د زلزله ځپلو سره ۳۰ میلیونه ډالره (له ۸.۵ میلیارده زیاتې روپۍ) مرسته وکړه.

د ترکيې د خبري اژانس د راپور له مخې، يو پاکستانی په امريکا کې د ترکيې سفارت ته ننوت او د خپل هويت له څرګندولو پرته يې د ٣٠ ميليونه ډالرو مرستې په توګه ورکړ.

په دې لړ کې وزيراعظم شهباز شريف هم په ټويټر خپل يو پوسټ کې وئيلي دي چې د يو پاکستاني لخوا په خاموشۍ سره د ترکيې او شام زلزله ځپلو ته د 30 ميليونه ډالرو مرستې ورکولو عمل د هغه زړه ته دړکه ورکړې ده.

وزيراعظم ووئيل د خلقو د خدمت داسې شاندار مثالونه شته چې انسانيت د ستونزو سره مخ كولو كښې مرسته كوي۔

د يادونې وړ ده چې په ترکيه او سوريه کې د زلزلې له امله تر ٢٤ زره زيات کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان شوي دي او په دواړو هېوادونو کې د زلزلې له امله تر ٨٠٠ زرو زيات کسان بې کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ترکیې او سوریې ته د خوراکي توکو د رسولو لپاره د ۷۷ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

Leave a reply