د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د خواجه اصف د وکيل ستاينه کړې ده.
باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د خواجه اصف د وکيل ستاينه کړې ده.
د اسلام اباد په ضلعي او سيشن عدالت کې د عمران خان لخوا د خواجه آصف خلاف د بدنامۍ مقدمې اورېدنه وشوه چې پکې د پي ټي ائي چيئرمېن د ويډيو لنک له لارې عدالت ته حاضر شو چې پکې د خواجه آصف وکيل د عمران خان جرح وکړه.د خواجه اصف د وکيل له جرحې وروسته عمران خان د هغه ستاينه وکړه او وکيل ته يې د خبرو پر مهال وويل چې تاسو دا کېس په ښه توګه وګاټه، کېس مو نه و، تاسو قضيه جوړه کړه، زه ستاسو د ګمارلو په اړه فکر کوم.
بلخوا عمران خان قاضي القضات سره په خبرو کې وويل شوکت خانم روغتون تر ټولو لويه خيريه اداره ده، زه په پاکستان کې تر ټولو لويه خيريه جمع کونکی يم، زما په ضد د خواجه اصف تورونه بې اساسه دي، که خيرات شکمن شو نو عطيه به ختمه شي، زه د شوکت خانم هسپتال بچ کول غواړو، تحریک انصاف یوازینی ګوند دی چې په چنده چلیږي.
عمران خان د بدنامۍ د مقدمې د فيصلې د ژر تر ژره د اورېدو غوښتنه وکړه، چې په اړه يې قاضي وويل، زه فکر کوم چې د دې دوسيې ژر تر ژره پرېکړه وشي.
وروسته عدالت د مقدمې اورېدنه تر څلورم مارچ پورې وځنډوله.