د مری محکمې په حکومت کې د لاسوهنې په قضیه کې د نیول کیدو نه وروسته د کورنیو چارو پخوانی وزیر شیخ رشید ضمانت منظور کړی دی

0
164

باغی ټي وي رپورټ
د مری محکمې په حکومت کې د لاسوهنې په قضیه کې د نیول کیدو نه وروسته د کورنیو چارو پخوانی وزیر شیخ رشید ضمانت منظور کړی دی.

جوډيشل مجسټرېټ مري محمد ذيشان د مری پوليس سټيشن کښې د شيخ رشيد خلاف درج شوې مقدمې اورېدنه کړې ده۔د شیخ رشید په استازیتوب د هغه وکیل سردار عبدالرازق خان عدالت ته حاضر شو.

عدالت دشيخ رشيد دضمانت درخواست په اړه دلائل اوريدو وروستو فيصله محفوظ کړه.وروسته جوډيشل مجسټرېټ مري محمد ذيشان دا فيصله وکړه او د شيخ رشيد ضمانت يې د پنځوس زره روپو په ضمانت منظور کړ.

ياده دي وي چي د شيخ رشيد خلاف د ګرفتارۍ په وخت د پوليس سره د مزاحمت کولو او د افسر يونيفارم اغوستلو په تور په حکومت کښي د مداخلت مقدمه درج کړې شوې ده۔
د فرورۍ په 9مه د مری عدالت د شیخ رشید مری د درې ورځو جسماني ریمانډ غوښتنه رد کړه او هغه ته یې د 14 ورځو په جوډیشل ریمانډ جیل ته د لېږلو امر کړې وو.

Leave a reply