د قامي اسمبلۍ ضمني انتخاباتو لپاره د چوهدري نثار او مصطفی کمال د نامزدګۍ کاغذونه منظور کړل شوي دي

باغي ټي وي رپورټ
د قامي اسمبلۍ ضمني انتخاباتو لپاره د چوهدري نثار او مصطفی کمال د نامزدګۍ کاغذونه منظور کړل شوي دي.
د راولپنډۍ حلقه اين اے 59 نه د داخله پخواني وفاقي وزير چوهدري نثار د نامزدګۍ کاغذونه منظور شوي دي۔بلخوا کراچۍ کښې د قومي اسمبلۍ حلقه اين اے 256 کښې ضمني انتخاباتو لپاره د متحده قومي موومنټ پاکستان اميدوار مصطفی کمال د نامزدګۍ کاغذونه هم منظور کړې شوي دي۔
ددوي نه علاوه اين اے 256 نه د تحريک لبيک پاکستان (ټي ايل پي) اميدوار عمادالدين د نامزدګۍ کاغذونه هم منظور کړے شول۔
بل اړخ ته په این اے 247 ضمنی انتخاباتو لپاره د تحریک انصاف د آفتاب صدیقی د نامزدګۍ کاغذونه هم منظور کړے شول.ياده دې وي چې دغه ټولې څوکۍ د قومي اسمبلۍ د تحريک انصاف غړو له استعفا وروسته خالي شوې دي.






