د انرجۍ وفاقي وزير خرم دستګير وئيلي دي چي کوم معاهده چي مونږ تعقيبوو هغه عمران خان په اپريل 2019 کښي لاسليک کړي وو

باغي ټي وي رپورټ
د انرجۍ وفاقي وزير خرم دستګير وئيلي دي چي کوم معاهده چي مونږ تعقيبوو هغه عمران خان په اپريل 2019 کښي لاسليک کړي وو۔
د انرژۍ وفاقي وزير خرم دستګير وايي، ايي اېم اېف ټينګار کوي چې د ۲۰۱۹ کال تړون دې عملي شي.
ده ووئيل چې عمران خان د فبرورۍ 2022 معاهده هم لغوه كړې٬ عمران خان په فبرورۍ 2022 كښې دوه لويې سبسډي وركړې۔بل خوا د خزانې پخواني وزير او اقتصاد پوه ډاکټر حفيظ پاشا وئيلي دي چې اوس مونږ ته ساعتونه او ورځې پاتې دي مونږ بايد د ائي ايم ايف شرطونه سمدستي عملي کړو.
ډاکټر حفیظ پاشا وايي، چې نور ظرفیت نه لرو، که نور ځنډ وکړو، زموږ زیرمې به نورې هم کمې شي او د افلاس کچې ته به ورسېږي.






