په پنجاب کې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په مختلفو ضلعو کې د استخباراتي معلوماتو په اساس کاروائي کولو په مهال د کالعدم تنظيمونو سره تعلق لرونکي نهه ترهګر نيولي دي

0
93

باغي ټي وي رپورټ
لاهور: په پنجاب کې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په مختلفو ضلعو کې د استخباراتي معلوماتو په اساس کاروائي کولو په مهال د کالعدم تنظيمونو سره تعلق لرونکي نهه ترهګر نيولي دي.

د سي ټي ډي پنجاب وياند ترمخه په نيول شوؤ ترهګرو کښې عفان، کاشف، جواد سعيد، ثاقب الياس، سبز علي، داود شاه او احمد جان شامل دي، د ترهګرو په ضد 10 مقدمې درج شوې دي او پلټنې روانې دي۔
د سي ټي ډي ترجمان وينا ده چي د عملياتو په مهال د خودکش واسکټ، بارودي مواد، لاسي بمونه، ډيټونيټرونه، وسله، ريموټ کنټرول آلات او کتابونه چي حساس مواد دي برآمد کړے شوي دي۔

د وياند په وينا، د ترهگرو تعلق د کالعدم تحريک طالبان پاکستان او داعش د مختلفو ډلو سره دى، د ٢٦ شکمنو کسانو د پلټنو په مهال د ترهګرو پيژندل شوى دى.

د سي ټي ډي وياند وئيلي دي چي روانه هفته 564 کومبنګ آپريشن کښي 93 شکمن کسان نيولي شوي دي۔

Leave a reply