د کراچې ښار په لياقت اباد سیمه کې له امريکا څخه راغلې يوه کورنۍ د غلو له لوري لوټ کړې شول.

0
156

باغی ټي وي رپورټ
د کراچې ښار په لياقت اباد سیمه کې له امريکا څخه راغلې يوه کورنۍ د غلو له لوري لوټ کړې شول.

پوليس وايي دغه کورنۍ په جامعه بنوريه کې د خپل زوي په دستاربندۍ کې د ګډون لپاره کراچۍ ته را رسېدلې وه، چې مقدمه يې درج کړې او پلټنې يې پيل کړې دي.

مدعي وايي، تورن کسان له هوايي ډګر څخه په تېښته وو، چې په موټر کې ناستو کسانو موټر ودراوه او ځان يې دولتي مامورين وښود.

د قرباني کورنۍ وايي، چې تورن موټر ودراوه او د هويت اسناد يې ترې وغوښتل، تورن يې بټوه واخيسته، پاسپورټ يې بېرته واخيست او له بټوه سره وتښتېدل، تورن ۲۵ زره امريکايي ډالر، موبايل او نور قيمتي توکي ترې واخيستل.

Leave a reply