د پاکستان ډیموکراټیک تحریک (PDM) پیپلز ګوند ته سپارښتنه کړې چې په ضمني انتخاباتو کې دې برخه نه اخلي.

0
146

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان ډیموکراټیک تحریک (PDM) پیپلز ګوند ته سپارښتنه کړې چې په ضمني انتخاباتو کې دې برخه نه اخلي.

دسرچينو ترمخه دپي ټي ايم دمشرانو سره دپي ټي ايم مشرانو يوه ورچوئل غونډه هم شوې وه چې پکې دپي ټي ايم مشرانو تجويز ورکړى ؤ چې پيپلز پارټۍ دې ضمني انتخاباتو کې برخه نۀ اخلي.

دسرچينو ترمخه دپيپلز پارټۍ دچيئرمېن بلاول بهټو زرداري په مشرۍ کې دپيپلز پارټۍ دمشرانو په گډون دپارليماني بورډ غونډه شوې چې پکې دپي ټي ايم په تجويز غور شوى دى.
سرچينې وايي چې په غونډه کې په ضمني انتخاباتو کې د ګډون نه کولو په تجويز د بېلا بېلو نظريو څرګندونه وشوه، پيپلز پارټۍ په ضمني انتخاباتو کې د ګډون کولو يا نه کولو په اړه د مشورې سره پريکړه وکړه.

د پيپلز پارټۍ ذرائعو ترمخه ضمني انتخاباتو کښې د پيپلز پارټۍ د نه ګډون په اړه حتمي فيصله به وروسته کيږي۔

Leave a reply