په ترکیه او سوریه کې د ویجاړونکې زلزلې له امله د مړو شمیر له ۲۳ زرو تنو واوښت

باغي ټي وي رپورټ
په ترکیه او سوریه کې د ویجاړونکې زلزلې له امله د مړو شمیر له ۲۳ زرو تنو واوښت.

د امریکا د جیولوجیکي سروې په وینا، د دوشنبې د ورځې د ۷.۸ درجې زلزلې وروسته د ۷.۶ درجې یوه بله زلزله وشوه، چې نور زیان یې هم اړولی دی.

د زلزلې ټکانونه په قبرس، یونان، سوریه، اردن، لبنان او فلسطین کې هم محسوس شوي، په داسې حال کې چې د دې ویجاړونکي ناورین څخه تر 300 زیاتې وروسته شاکونه پیښ شوي.وېره ده چې لا هم ګڼ شمېر کسان تر خاورو لاندې بند پاتې دي، د رایستلو لپاره یې شپه او ورځ د ژغورنې عملیات روان دي، خو په ځینو سیمو کې د سختې یخنۍ او واورې له امله زیانمن شوي کسان له سختو حالاتو سره مخ دي او د مرستو په رسولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر ویلي، په ترکیه کې د زلزلې له امله ۲۰ زره ۲۱۳ کسان وژل شوي او تر ۸۰ زرو زیات ټپیان شوي دي، دغه راز په سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۳ زره ۳۸۴ ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، د ترکیې د مرستو د پروګرام مشر به سوریې ته سفر وکړي، د زلزله ځپلو سیمو د خلکو د ژغورلو لپاره هر ډول ممکنه مرستې ته اړتیا ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *