انتظاميه په رحيم يار خان کښي د پټرول او ډيزل ذخيره کولو په ضد کاروائي کړي او په ګودامونو باندي چاپه اچولو سره ئي د دري کروړه روپو نه زيات پترول او ډيزل ی برآمد کړي دي۔
باغی ټي وي رپورټ
انتظاميه په رحيم يار خان کښي د پټرول او ډيزل ذخيره کولو په ضد کاروائي کړي او په ګودامونو باندي چاپه اچولو سره ئي د دري کروړه روپو نه زيات پترول او ډيزل ی برآمد کړي دي۔
د ډپټي کمشنر راجه جهانګير په وينا د پټرول او ډيزلو ذخيره کوونکې کسانو په ضد کاروائي کړې چې پکښې درې مختلف ځايونو نه د دري کروړه روپو نه زيات قيمت پټرول او ډيزل برآمد کولو سره درې کسان نيولي شوي دي۔
دې نه علاوه په نارووال کښې يو پټرول پمپ سيل کړے شو او بل د پټرول ذخيره کولو په تور بک کړے شوے دے۔ياده دي وي چي د څو ورځو راهسي د پنجاب مختلفو ښارونو کښي د پټروليم مصنوعاتو د کمي خبرونه روان دي او د لاهور پشمول مختلفو ښارونو کښي پمپونو باندي د پټروليم مصنوعاتو سپلائي محدوده شوي ده۔
د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک د پټروليم او ډيزلو د کمښت په اړه د پيټرول او ډيزلو د کمبود په اړه خبردارے ورکړو او ويې ويل چې د تيلو ذخيره کولو پمپونو لائسنسونه به منسوخ کړل شي، آئي جي پنجاب د پټروليم ذخيره کونکو په ضد د کريک ډاؤن حکم ورکړے دے۔