د افغان دولت او ترکیې هیواد بهرنیو چارو وزیرانو تیلفوني خبرې کړي او د زلزلې د ویجاړیو په اړه یې تسلیت ورته ویلی.

0
109

د افغان دولت او ترکیې هیواد بهرنیو چارو وزیرانو تیلفوني خبرې کړي او د زلزلې د ویجاړیو په اړه یې تسلیت ورته ویلی.

10 فبروري 2023

د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له خپل ترکي سيال ښاغلي مولود چاووش اوغلو سره په ترکیه کې د وروستۍ ويجاړوونکې زلزلې د ځاني او مالي تلفاتو په اړه ټيليفوني خبرې وکړې.

 

په پيل کې د بهرنيو چارو وزير چاووش اوغلو ته د افغان حکومت او ولس په استازیتوب ‏د ترکيې حکومت او ولس سره يو ځل بيا خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او د خپلو مسلمانو ترکي وروڼو او خویندو سره یې په دغه ستره غمیزه کې ځان شریک وباله.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزير له متقي څخه د ټيليفوني مکالمې او غم شريکۍ له امله مننه وکړه او دا زلزله يې د ترکيې په تاريخ کې د سترو زلزلو له جملې څخه وګڼله چې په لسو ولايتونو کې يې شاوخوا ۱۳ ميليونه وکړي زيانمن کړي.

 

دغه راز وزیر متقي څرګنده کړه چې د ا. ا. ا. خپل ورور ترکي ولس سره د خپلو امکاناتو په محدوده کې مرسته اعلان کړه اوکه ترکيه غوښتنه وکړي، نو زموږ د ژغورنې او د بېړنۍ روغتيايي پاملرنې ټیمونه هم د مرستې او ژغورنې لپاره چمتو دي.

 

نوموړي وویل چي انقره کي افغان سفارت هم د مرستې لپاره د زلزلې سیمې ته ټیم لیږلی.

اړوند موضوعات

کابل کې د جاپان سفیر د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي او پر یو شمیر مسایلو یې خبرې اترې کړي.

 

د ترکيي بهرنيو چارو وزير د مرستې د مننې تر څنګ زیاته کړه چې افغانان او ترکان د تاريخ په اوږدو کې يو له بل سره همکاره پاته شوي او که چيرې د مرستې اړتيا پيښه شي په خپلو افغان وروڼو به غږ وکړي.

Leave a reply