د پاکستان د ډیموکریټک غورځنګ (PDM) مشر مولانا فضل الرحمان د اسلام اباد په یوه شخصي روغتون کې بریالی عملیات شوی دی.

0
107

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د ډیموکریټک غورځنګ (PDM) مشر مولانا فضل الرحمان د اسلام اباد په یوه شخصي روغتون کې بریالی عملیات شوی دی.

دسرچينو له مخې مولانا فضل الرحمان د درد له امله د اسلام اباد په شخصي روغتون کې بستر شوى دى.

سرچينې وايي چې په روغتون کې د مولانا فضل الرحمن د مثانې څخه د تيږې د ايستلو بريالي عمليات ترسره شول.

سرچينې وايي، چې تر برياليو عملياتو وروسته د مولانا فضل الرحمن حالت ښه دى.

Leave a reply