سندهـ اسمبلۍ کې دسود خورو په ضد بل وړاندې کړل شوی دی.

0
227

باغي ټي وي رپورټ
کراچۍ: سندهـ اسمبلۍ کې دسود خورو په ضد بل وړاندې کړل شوی دی.

دغه بل صوبائي وزير سعيد غني په اسمبلۍ کښې وړاندې کړے چې له هغې وروسته قائمه کميټۍ ته استولے شوے دے۔

د پي ټي آئي خرم شېر زمان پوښتنه وکړه چې ایا دا بل د بنکونو خلاف هم دی؟

سعید غني وویل، دولتي بانک له سوداګریزو بانکونو سره معامله کوي، موږ یې قانون نه شو جوړولای.

وروستو د سندهـ اسمبلۍ غونډه د فرورۍ په 13مه نېټه سهار 10 بجو پورې وځنډول شوه۔

Leave a reply