چین: نړۍ باید افغانستان سره مرسته وکړي

0
408

چین: نړۍ باید افغانستان سره مرسته وکړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر د برتانیا د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرو کې ویلي چې نړۍ باید د افغانستان په ښه مخ بوولو خواته له افغانستان سره مرستې وکړي.

 

(2021 / 8 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)

چين وايي، نړۍ بايد له افغانستان سره ښه لور ته تلو کې مرسته وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د بريټانيا د بهرنيو چارو له وزير دومينيک راب سره په خبرو کې ويلي چې نړۍ بايد ددې پر ځاى چې پر افغانستان فشار راوړي، بايد د افغانستان د حکومت سم لوري ته انتقال کې مرسته وکړي. وانګ يي زياته کړې دا چې هېواد کې شرايط لا هم ټکني دي، نړيوال بايد د حکومت مثبت لوري ته تلو کې مرسته وکړي.

Leave a reply