وزيراعظم شهباز شريف د 14 معاونينو د معاش نه بغير د کار کولو درخواست منظور کړے دے

0
144

باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف د 14 معاونينو د معاش نه بغير د کار کولو درخواست منظور کړے دے۔

د وزيراعظم د وياند له مخې معاونينو وزيراعظم شهباز شريف ته وئيلي دي چې د اولس د خدمت په جذبې سره كار كولو ته تيار دي او په دې سخت صورتحال كښې به بې له معاوضې خدمت كوي كوم چې وزيراعظم منظور كړې۔کوم معاونین چې د بغیر معاوضې کار لپاره درخواستونه ورکړي دي،
شازا فاطمه خواجه، سناتور حافظ عبدالکریم، جنید انور چوهدري، شیخ فیاض الدین، رومینا خورشید عالم، رانا مبشراقبال، صادق افتخار، ملک محمد احمد خان، روبینه عرفان، ملک عبدالغفار ډوګر ، سردار شاه جهان یوسف، فهد هارون، پخوانی سفیر محمد صادق، ملک نعمان لنګړیال شامل دي.

Leave a reply