د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري د چیف جسټس ریمارکس ډیر مهم بللي دي

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري د چیف جسټس ریمارکس ډیر مهم بللي دي.
په يو بيان کې فواد چوهدري وويل چيف جسټس وئيلي دي چې دټولټاکنو پرته بله کومه حل لاره نشته، اليکشن کميشنر وويل دنومبر نه وروستو به ټولټاکنو ته تيار وي.
هغه وویل چې د اساسي قانون 220 ماده هیڅ یوې ادارې ته دا اختیار نه ورکوي چې په ټاکنو کې له مرستې ډډه وکړي.






