په بلوچستان کې د پیسو د نه ورکړې له امله د درسي کتابونو د چاپ چارې په ټپه ولاړې دي
باغی ټی وی رپورټ
کوټه: په بلوچستان کې د پیسو د نه ورکړې له امله د درسي کتابونو د چاپ چارې په ټپه ولاړې دي.
په بلوچستان کې د نوي تعلیمي کال په پیل کې د درسي کتابونو د نه چاپ له امله د غریبو او متوسطه طبقو لپاره د علم حاصلول ستونزمن شوي، دا ویره شته چې زده کونکو ته به وړیا کتابونه نه ورکول کیږي.
له بلې خوا، په بازارونو کې د نقلونو، سیټونو او سټیشنري بیه د تیر کال په پرتله دوه برابره شوې ده.