د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال وئيلي دي چې حکومت دې بهر ته د بهرنۍ اسعارو د قاچاق د مخنيوي دپاره ګامونه پورته کړي

باغي ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال وئيلي دي چې حکومت دې بهر ته د بهرنۍ اسعارو د قاچاق د مخنيوي دپاره ګامونه پورته کړي.
سپريم کورټ کښې د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کښې درې کسيزه بينچ د سپر ټيکس نافذولو په اړه د کيس سماعت اوکړو په کومه کښې چې د ايف بي آر وکيل عدالت کښې حاضر شو۔د اورېدنې په مهال د اېف بي آر وکيل وويل د سپر ټېکس په مقدمه کې د لاهور هائي کورټ وروستې پرېکړه راغلې ده چې پکې عدالت د پرېکړې عملي کېدل د ۶۰ ورځو لپاره ځنډولي دي.
د کمپنيو وکيل بيرسټر فروغ نسيم دليل ورکړو چې د لاهور هائي کورټ د فيصلې نه پس د ايف بي آر درخواستونه بې اثره شوي دي نو عدالت د 50 فيصده سوپر ټيکس د ادا کولو امر نه شي کولی.د ايف بي آر وکيل وويل زه اوس د ايف بي آر وکالت کوم، که ملک ديوال شو نو د وفاق نمائندګي به هم کوم، هو، پاکستان ديوال نه دی، د ملک مفاد لپاره هر چا ته پکار ده چې خپل ځان اصلاح کړي، حکومت بايد اقدام وکړي. بهر ته د بهرنیو اسعارو د قاچاق د مخنیوي لپاره اقدامات.
ورسته عدالت د سپر ټيکس ټولي مقدمې د راتلونکې هفتې لپاره جمع کولو حکم ورکړ او سماعت ئې تر 16 فرورۍ پورې وځنډولې۔
د شیل پاکستان په شمول کمپنیو د سپر ټېکس خلاف لاهور هائی کورټ ته رجوع کړې وه او لاهور هائی کورټ نجی کمپنیو ته د سپر ټېکس په ادا کولو کښې استثنیٰ ورکړې وه په کومه چې ایف بی آر د لاهور هائی کورټ دغه حکم سپریم کورټ کښې چیلنج کړی وو.






