د ترهګرۍ ضد عدالت په کار سرکار کښې د مداخلت په کيس کښې د پي ټي آئي چيئرمېن ته سمن جاري کړی دی

0
191

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د ترهګرۍ ضد عدالت په کار سرکار کښې د مداخلت په کيس کښې د پي ټي آئي چيئرمېن ته سمن جاري کړی دی.

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت جج راجه جواد عباس حسن د مقدمې اورېدنه وکړه چې پکې د عمران خان وکيل بابر اعوان او استغاثه حاضر شول.

د پي ټي آئي چيرمين وکيل بابر اعوان وئيلي دي چي عمران خان زخمي دے چي له وجي حاضر نه شي۔د عمران خان وکيل هم د طبي بنيادونو له وجې د خپل موکل د حاضرۍ څخه د استثني غوښتنه کړې وه، چې په اړه يې عدالت وويل، چې د زمان پارک څخه د عمران خان يوه ويډيو خپره شوې وه، چې په کې هغه د تګ راتګ ليدل کېږي.
عدالت بابر اعوان ته ووئيل چې هغه دې د عمران خان د دايمي ضمانت لپاره دلائل وړاندې کړي، که هغه په ​​15 فرورۍ راځي که نه، مونږ به د ضمانت په اړه پرېکړه وکړو.

عدالت د عمران خان د حاضری نه د استثنیٰ درخواست رد کړی او هغه ته ئي د فرورۍ په پنځلسمه سمن جاري کړی دی.

عدالت د مقدمې اورېدنه د فرورۍ تر ۱۵مې نېټې پورې وځنډوله او امر يې وکړ چې د عمران خان حاضري يقيني کړي.

Leave a reply