د مسلم لیګ نون مرکزي مشر او د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، له IMF سره تړون به مثبت او منفي دواړه اغیزې ولري

0
86

باغی ټی وی رپورټ

د مسلم لیګ نون مرکزي مشر او د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، له IMF سره تړون به مثبت او منفي دواړه اغیزې ولري.

د دفاع وزير خواجه اصف نن د جيو نيوز پروګرام له شاهزيب خانزاده سره په خبرو کې ويلي، چې پي ټي ايي د ايي اېم اېف ټول شرطونه منلي، د پي ټي ايي تړون موږ ته په ميراث پاتې دی، موږ ته ډېر انتخابونه نه وو.

هغه وويل چې د اى اېم اېف تړون به مثبتې اغېزې ولري خو منفي اغېزې به هم ولري، موږ په دوو ولايتونو کې حکومت نه درلود، پروګرام يې عملي نه کړ، بيا يې له ولايتونو سره تماسونه ونيول، د سوداګرو له ټولنې سره هم په تماس کې دي.
د IMF تړون ځینې شیان به سمدستي پایلې ورکړي

ده ووئيل د سستۍ پشمول ځينې شيان به د وخت په تېرېدو سره استعمال شي، آئي اېم اېف پروګرام به لنډه او اوږدمهاله مرستې وركوي۔

کله چې د پي ټي ائي د قومي اسمبلۍ څخه د استعفا په اړه وپوښتل شول خواجه اصف وويل عمران خان استعفي د سياسي تاکتيک په توګه کاروي، نه غوښتل چې ګوند يې پارليمنټ ته راشي، د چيف جسټس عمر عطا بنديال دا څرګندونې زمونږ نه په عمران خان زياتې تطبيقيږي.

د مسلم ليګ (ن) مشر وويل د موجوده قومي اسمبلۍ موده به په 13م اګست پوره کيږي، که عدالت ته د رجوع کولو ضرورت وي نو حکومت به ضرور کوي

Leave a reply