پاکستان پرېکړه کړې چې په مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو همکارانو په کنفرانس کې به ګډون نه کوي

0
109

باغی ټی وی رپورټ
پاکستان پرېکړه کړې چې په مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو همکارانو په کنفرانس کې به ګډون نه کوي.

اسلام اباد کې د بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند وويل په افغانستان کې د پاکستان سفير عبيد نظاماني اوس هم په پاکستان کې دى او تر اوسه يې افغانستان ته د سفير د لېږلو پرېکړه نه ده کړې.

د دغه وزارت ویاند وايي، پرېکړه یې کړې چې په مسکو کې د افغانستان په تړاو په جوړ شوي کنفرانس کې به ګډون نه کوي، چې دوام به ولري.

وياند ووئيل چې په تركيه يا شام كښې په زلزله كښې د كوم پاكستاني ژوبل شوي اطلاع نه ده ترلاسه شوې٬ په تركيه كښې د 23 پاكستانيانو څخه 16 به بيرته راوړل شي۔

ديوې پوښتنې په ځواب کې وياند وويل امريکا ته دپوځ سرلښکر ددورې په اړه معلومات نۀ لري، په دې اړه ائي ايس پي ار ښه وئيلى شي.

Leave a reply