د خېبرپښتونخوا ګورنر د پي ټي آئي د مرکزي مشر په اړه دعوه کړې ده چې پرويز خټک به راتلونکي ټولټاکنې د بل پارټۍ څخه وګټي

0
85

باغی ټی وی رپورټ
پېښور: د خېبرپښتونخوا ګورنر د پي ټي آئي د مرکزي مشر په اړه دعوه کړې ده چې پرويز خټک به راتلونکي ټولټاکنې د بل پارټۍ څخه وګټي.

پيښور کښي ميډيا سره خبرو کښي د خيبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چي زه کار کوم خو ځيني خلق زما فعاليتونو ته د تير والي په توګه ګوري، زما نه مخکي هيڅ ګورنر هيڅ اداري ته نه دي تللي۔

ده ووئيل زه پروېز خټك ته وايم چې ستا ګورنر په 4 كالو كښې د 400 كسانو سره هم ملاقات نه دې كړې خو نن خلق وايي چې صوبائې گورنر راغے، د صوبائې او قامي اسمبلۍ غړي هم ما ته راځي۔

د خېبرپښتونخوا ګورنر وويل کله چې د پي ټي ائي استعفې ومنل شوې نو هائي کورټ ته لاړو چې مونږ بحال کړو، نن هم دوي ته اپيل کيږي چې د ملک مشکلاتو ته په کتلو سره فيصلې وکړي، آل پارټيز کانفرنس ته لاړ شي او خپل دريځ بيان کړي. تاسو باید د سیاست تورول پریږدئ.

هغه زیاته کړه، دا د ټاکنو کمېسیون مسوولیت دی چې بې پرې ټاکنې ترسره کړي او د ټاکنو کمېسیون وضعیت ته په کتو د ټاکنو پرېکړه کوي، زه د ټاکنو کمېسیون ته نظر ورکوم نه حکم.

ګورنر د پي ټي آئي د مرکزي مشر په اړه دعوه کړې وه چې پرويز خټک به راتلونکي انتخاباتو کښې د بل پارټۍ سره ګډون کوي .

Leave a reply