تحریک انصاف د پارلمان په ګډه غونډه کې د ګډون پرېکړه کړې ده

0
84

باغی ټی وی رپورټ

اسلام اباد: تحریک انصاف د پارلمان په ګډه غونډه کې د ګډون پرېکړه کړې ده.

د پاکستان تحريک انصاف غړو په پارليمنټ لاجز کې غونډه وکړه چې پکې پي ټي ائي د دوشنبې په ورځ د پارليمنټ په ګډه غونډه کې د ګډون پرېکړه وکړه.

سرچينې وائي چې پي ټي ائي د اليکشن کميشن لخوا د قومي اسمبلۍ د 43 غړو د ډي نوټيفي کولو فيصله معطل کولو وروستو د عدالتي حکم ترلاسه کولو په صورت کې د راتلونکي لپاره د پلان جوړولو فيصله کړې ده. د
پي ټي آئي سرچينو له مخې په دې لړ كښې به ټولې قانوني تقاضې پوره كولې شي او غړي وايي چې د عدالت د حكم ترلاسه كولو نه وړاندې پارليمنټ ته د راتلو هيڅ مطلب نشته۔

له دې وړاندې د قومي اسمبلۍ سيکرټري او سپيکر تر موقف وروسته د پي ټي ايي غړو خپله پرېکړه بدله کړه او د عدالت د پرېکړې په رڼا کې يې اسمبلۍ ته د تلو پرېکړه وکړه.

سرچينې وايي د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ د عدالت د ليکلي حکم تر وخته پورې د پي ټي ايي غړو غونډې ته د راتلو نه منع کولو غوښتنه کړې ده.

دسرچينو له مخې دپي ټي ائي غړي به هغه مهال قومي اسمبلۍ ته ستنيږي چې داستعفې مسله دمعطل کولو په ځاي منسوخ کړل شي.

ياده دي وي چي تيره ورځ لاهور هائي کورټ د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ د 43 غړو د نا اهلي کولو د اليکشن کميشن فيصله معطل کړي وه او عدالت په دي حلقو کښي ضمني ټولټاکني هم ځنډولي دي۔

Leave a reply