نن د پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) تر منځ د خبرو وروستۍ ورځ ده
باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد: نن د پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) تر منځ د خبرو وروستۍ ورځ ده.
دسرچينو ترمخه د آئي ايم ايف مشن چيف نيتن پورټر تيره ورځ د خزانې وزير اسحاق ډار سره وليدل، د آئي ايم ايف مشن چيف د خزانې وزير ته په خبرو اترو کې تر اوسه د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل.
سرچینه زیاتوي، چې د پیسو نړیوال صندوق ماموریت د اقتصاد او مالي پالیسۍ په یادداشت (MEFP) کې د بحثونو دوام دی، د MEFP مسوده به نن نهايي شي.
دسرچينو له مخې دامريکا مشن مشر وويل چې په نننۍ خبرو کې دماليې په پاليسۍ تفصيلي خبرې اترې روانې دي، دخبرو اترو په نتيجه کې داصلاحاتو او په ترسره شوؤ گامونو اتفاق شوى دى.