د اسلام اباد هائي کورټ لوئر بينچ به د عمران خان د نامزدګۍ په کاغذونو کښې د خپلې لور ټيريان د نه افشا کولو په وجه د نااهلې کولو درخواست اوري

0
108

باغي ټي وی رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ لوئر بينچ به د عمران خان د نامزدګۍ په کاغذونو کښې د خپلې لور ټيريان د نه افشا کولو په وجه د نااهلې کولو درخواست اوري۔

عمران خان سنگل بينچ ته پخپله وينا کې وئيلي وؤ چې هغه اوس داسمبلۍ غړى نۀ دى نو ځکه يې درخواست نۀ دى اوريدلى خو درخواست کوونکي شهري محمد ساجد په مقدمه کې دنوؤ اسنادو دځاي کولو درخواست کړى دى. د عمران خان اسناد: په ۷ څوکیو ضمني انتخابات د ګټلو سره تړاو لري.

لوی بنچ د چيف جسټس عامر فاروق، جسټس محسن اختر کياني او جسټس ارباب محمد طاهر مشتمل دی، چيف جسټس د لوئر بينچ جوړولو فيصله په سنگل بينچ د اعتراض وروستو کړې ده.

د شهري محمد ساجد لخوا په درخواست کې په پخواني وزیراعظم عمران خان تور لګول شوی چې د ۲۰۱۸م عامو انتخاباتو لپاره یې د نامزدګۍ په کاغذونو کې د خپلې ادعا شوې لور ټیریان جیډ وائیټ تفصیلات نه دي افشا کړي.

Leave a reply