د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) 43 غړو ته ايوان ته د ننوتو اجازت نه ورکولو فيصله کړي ده
باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) 43 غړو ته ايوان ته د ننوتو اجازت نه ورکولو فيصله کړي ده۔
ياده دې وي چې د قومي اسمبلۍ سپيکر د جنورۍ په ۲۴مه د تحريک انصاف د ۴۳ نورو غړو استعفاوې منلې وې چې په ضد يې د پي ټي ائي لخوا لاهور هائي کورټ کښې درخواست دائر کړې شوې وو او وئيلي شوي وو چې د منظورۍ لپاره دې د تحريک انصاف د نورو ۴۳ غړو استعفاوې هم قبولې شي استعفاګانې قانوني اړتیاوې نه دي پوره شوي.
تيره ورځ د لاهور هائي کورټ د قامي اسمبلۍ د ۴۳ غړو د ډي نوټيفائۍ کولو د الېکشن کمېشن حکم معطل کړی او په ۴۳ حلقو کښې د ضمني انتخاباتو د نه کولو حکم يې تر بل اطلاع پورې ځنډولی دی.
اوس د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ سرچينې وايي چې د لاهور هائي کورټ فيصله نه ده ترلاسه شوې، په خبرونو کې اوريدل شوي چې عدالت د اليکشن کميشن فيصله معطل کړې ده، د سپيکر فيصله اوس هم پر ځای ده.
د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ سرچينې وايي، په دې اړه له قانوني ډلې سره سلا مشورې روانې دي او د اسلام اباد هايي کورټ د پخوانيو پرېکړو په رڼا کې به تګلاره جوړه شي.
ياده دې وي چې د پاکستان تحريک انصاف د 122 غړو او د شيخ رشيد د يوې استعفې منظورې شوې دي چې پکې د لاهور هائي کورټ لخوا د 43 غړو د نوټس اخستو حکم معطل کړی شوی دی.