په ترکیه او سوریه کې د ویجاړونکې زلزلې له امله د مړو شمیر له ۱۵۰۰۰ څخه اوښتی، په ترکیه کې ۱۲۳۹۱ او په سوریه کې ۲۹۹۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړې دې.
باغي ټي وي رپورټ
په ترکیه او سوریه کې د ویجاړونکې زلزلې له امله د مړو شمیر له ۱۵۰۰۰ څخه اوښتی، په ترکیه کې ۱۲۳۹۱ او په سوریه کې ۲۹۹۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړې دې.
د امریکا د جیولوجیکي سروې په وینا، د دوشنبې د ورځې د ۷.۸ درجې زلزلې وروسته د ۷.۶ درجې یوه بله زلزله وشوه، چې نور زیان یې هم اړولی دی.
د زلزلې ټکانونه په قبرس، یونان، سوریه، اردن، لبنان او فلسطین کې هم محسوس شوي، په داسې حال کې چې د دې ویجاړونکي ناورین څخه تر 300 زیاتې وروسته شاکونه پیښ شوي.
وېره ده چې لا هم ګڼ خلک تر خاورو لاندې بند پاتې دي، د را ایستلو لپاره یې شپه او ورځ د ژغورنې عملیات روان دي، خو په ځینو سیمو کې د سختې یخنۍ او واورې له امله زیانمن شوي کسان له سختو حالاتو سره مخ دي او په مرستو رسولو کې هم له ستونزو سره مخ دي. په ترکیه کې د عملیاتو په ترڅ کې تر ۸۰۰۰ ډیر کسان د ودانیو له خټو څخه ژغورل شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزیر ویلي، د زلزلې له امله شاوخوا ۳۲ زره کسان ټپیان شوي او په ځپل شویو سیمو کې ۵۷۷۵ ودانۍ ویجاړې شوې دي او په وژل شویو کسانو کې ۵۷ فلسطینیان هم شامل دي.
په سوریه کې د ټپیانو شمېر تر ۸ زرو ډېر بلل کېږي.د روغتیا نړیوال سازمان وړاندوینه کړې چې په دواړو هیوادونو کې د 40,000 مړینې او 23 ملیون څخه ډیر خلک اغیزمن شوي، په شمول د 1.4 ملیون ماشومان هم اغیزمن شوي دي.
د سين هوااژانس د خبر له مخې: په ترکيه کې د زلزلې له امله ۳۸۰ زره تنه زلزله ځپلي سرپناه ته ليږدول شوي، په ترکيه کې د زلزلې له امله تر ۱۳ ميليونو زيات کسان اغيزمن شوي دي.