د لاهور په ګډون د پنجاب په مختلفو ښارونو کې اوس هم د پټرول کمي ده، په داسې حال کې چې ګڼ پټرول پمپونه بند شوي دي
باغی ټی وی رپورټ
د لاهور په ګډون د پنجاب په مختلفو ښارونو کې اوس هم د پټرول کمي ده، په داسې حال کې چې ګڼ پټرول پمپونه بند شوي دي .
په لاهور کې تر ټولو زیات ۴۰۰ روپۍ موټرسایکل چلونکو ته او ۴۰۰۰ روپۍ موټر چلوونکو ته ورکول کیږي.
په سرګودها کې د پټرول ۴۰ سټیشنونه تړل شوي او خلک د پټرول ترلاسه کولو لپاره اوږده کتارونو کښې ولاړ وی.
بلخوا په بهاولنگر، کماليه، نارووال او شکرګاه کې زياتره پټرول پمپونه تړل شوي دي.
بل خوا د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک وايي چې په هېواد کې د پټروليم مصنوعاتو کمښت نشته، د شلو ورځو پټروليم سټاک شته او د پټروليم مصنوعاتو ايل سي هم خلاص دي.