په ملتان کې پوليسو د پاکستان تحريک انصاف د مشر عامر ډوګر په کمپ چاپه وهلې او اليکشن کمېشن کې د ګډوډۍ په تور يې ۱۰ کارکنان نيولي دي

0
88

باغي ټی وی رپورټ
په ملتان کې پوليسو د پاکستان تحريک انصاف د مشر عامر ډوګر په کمپ چاپه وهلې او اليکشن کمېشن کې د ګډوډۍ په تور يې ۱۰ کارکنان نيولي دي.

نن په ملتان کې د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو په مهال د مسلم ليګ (ن) او تحريک انصاف د کارکنانو ترمينځ شخړه شوې چې له وجې د اليکشن کميشن دفتر د جنګ ډګر شوے دے۔

پوليسو د پي ټي ائي د مشر عامر ډوګر په کيمپ چاپه وهلې او د فساد په تور يې لس کارکنان نيولي دي.

د سټي پوليس افسر رانا منصور له مخې د چاپې په مهال د پي ټي آئي لس نه زيات کارکنان نيولي شوي دي۔

هغه وويل چې نيول شوي کارکونکي په اليکشن کميشن کې په گډوډۍ تورن دي او دالیکشن کميشن په غوښتنه د سي سي ټي وي په مرسته نور تورن کسان پيژندل کيږي.

د پي ټي ائي مشر عامر ډوګر هم له ځان سره د کارکنانو په نيولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې که کارکنان ونيول شي نو زه به هم درسره ځم.

بل خوا پوليسو د ملک امير ډوګر نيول رد کړي او ويلي يې دي چې ملک امير ډوګر نه دى نيول شوى.
هغه وويل چې ملک امير ډوګر پخپله د مزدورانو د نيولو لپاره راغلى دى.

بلخوا په ملتان کې هم د تحريک انصاف کارکنانو د عامر ډوګر او نورو نيولو پرضد احتجاجي مظاهره کړې ده. کارګرانو په دوو ځایونو کې ټایرونه سوځولي او سړک یې د ترافیکو پر مخ تړلی دی.

د تحریک انصاف د مشرانو غبرګون
د تحريک انصاف جنرل سيکرټري اسد عمر وئيلي دي چي د تحريک انصاف قومي اسمبلۍ پخواني چيف ويپ عامر ډوګر نيول د فاشيزم د مخ پر ودې يو بل تازه مثال دے.
هغه وویل چې د ډیموکراسۍ جنازه راوتلې ده.

پخواني وفاقي وزير فواد چوهدري د عامر ډوګر د ګرفتارۍ په غبرګون کښې وئيلي دي چې د عامر ډوګر ګرفتارۍ په جېل کښې تحريک شروع کړے دے، د پي ټي آئي کسان نيولې کيږي۔

فرخ حبيب وويل چې په ملتان کې د عامر ډوګر نيول په کلکه غندي، پي ټي اېم دې د دا ډول حرکاتو نه کار واخلي او عامر ډوګر دې ژر تر ژره خوشې کړي.

ياده دې وي چې ملک عامر ډوګر په قامي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف مشر څيپ او په سياسي چارو کې د پخواني وزيراعظم عمران خان پخوانى خاص مرستيال هم پاتې شوى دى.

Leave a reply