د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ننګرهار کې نیږدې لس زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.

0
276

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ننګرهار کې نیږدې لس زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.

8 فبروري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیوبیا رغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د ننګرهار کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست په هڅو  او نظارت لاندې دغه ولایت کې نیږدې ۱۰زره کورنیو سره مرستې وشوې.

 

خبر زیاتوي چې دغه مرستې د دې ریاست په همغږۍ د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي مرسته او (FGA) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ په بټی کوټ,حصارک، او شینوارو ولسوالیو کې په ۹۷۲۳ اړمنو کورنیو باندې د خوراکي توکو په شکل کې وویشل شوې.

 

د مرستو دا لړۍ چې سروې یې د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې (FGA)مؤسسې په تخنیکي همکارۍ کور په کور تر سره شوې ده،  له مخې به يې په نښه شوو کورنیو ته د شپږو میاشتو لپاره خوراکی توکي ورکول کیږي.

اړوند موضوعات

کډوالو وزارت: بادغيس کې له څلور زرو زياتو کورنيو سره نغدي او د غير خوراکي توکو مرستې وشوې.

 

ویل کیږي په دغه مرسته کې هره میاشت هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه،  ۵ لیټره غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال، نیمه کیلو مالګه ،۳۳پاکټه د ماشونو خوارځواکۍ ضد مواد، ښځو لپاره ۴ پاکټه تقویتي مواد شامل دي  ورکول کيږي، چې په یادو ولسوالیو کې توکو لمړۍ پړاو توزیع  ترسره شوه.

حماد

Leave a reply