د پيښور پوليس لائنز سانحې په تناظر کښې وفاقي حکومت پخوانې فاټا ته په تيرو لسو کالو کښې د ورکړل شوې 417 اربه روپو د پلټنې فيصله کړې ده

0
226

باغی ټی وی رپورټ

د پيښور پوليس لائنز سانحې په تناظر کښې وفاقي حکومت پخوانې فاټا ته په تيرو لسو کالو کښې د ورکړل شوې 417 اربه روپو د پلټنې فيصله کړې ده۔

سرچينې وائي چې خيبرپښتونخوا ته د ورکړل شوې 417 اربه روپو مالي اؤ کارکردگۍ پلټنې به ترسره کيږي.

سرچينې وائي دپوليسو لاين پيښور پيښې په اړه به دقومي سلامتۍ کميټۍ غونډه رابللو کې مهمې پريکړې کيږي اؤ پوځي قيادت څخه دپارليمنټ ګډې غونډې ته ان کيمرې بريفنگ ورکولو هم فيصله شوې ده. .

دسرچينو ترمخه په دغه غونډه کې په نيشنل ايکشن پلان کې دبيا غور کولو اؤ دغه منصوبه نوره مضبوطولو فيصله هم شوې ده، په ملک کې روان سياسي افراتفري ختمولو لپاره دکوټلو گامونو فيصله هم شوې ده.

سرچينې وائي د ضرب عضب عملياتو لپاره خيبرپښتونخوا ته دکال 100 اربه روپۍ جاري کيدې، دغه پيسې وفاقي حکومت دخيبرپښتونخوا حکومت ته ددريوؤ کالو لپاره ورکولې.
د يادونې وړ ده، چې د پوليسو په ليکو جومات کې د ځانمرګي بريد له امله ٨٤ تنه شهيدان شوي وو.

Leave a reply