د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) ویلي دي چې په ټوله نړۍ کې په هرو دریو ښوونځیو کې یو تن د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري چې دا کار د زده کوونکو پر روغتیا او د زده کړې وړتیا ته زیان رسوي.

باغي ټي وي رپورټ
د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) ویلي دي چې په ټوله نړۍ کې په هرو دریو ښوونځیو کې یو تن د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري چې دا کار د زده کوونکو پر روغتیا او د زده کړې وړتیا ته زیان رسوي.
د یونسکو له خوا په یوه تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې په ټوله نړۍ کې د ښوونځیو یو پر دریمه برخه ماشومان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د راپور له مخې، د نړۍ په هرو دریو ښوونځیو کې یو یې د تشناب او اوبو ایستلو اساسي اسانتیاوې نه لري، په داسې حال کې چې شاوخوا ۵۰ سلنه ښوونځي په اوبو او صابون د لاسونو مینځلو اسانتیاوې نه لري.
هغه کارپوهان چې دا راپور یې ترتیب کړی ویلي چې د څښاک پاکې اوبه او د لاسونو مینځلو اسانتیاوې د کولرا او تنفسي ناروغیو څخه د ماشومانو د ساتنې لپاره مهم دي.
هغه زياته کړه، چې ښوونځي د څښاک له پاکو اوبو څخه بې برخې دي، چې زده کوونکو ته يې خواړه هم نه شي چمتو کولاى، چې له امله يې ماشومان د خوارځواکۍ قرباني شوي دي.
کارپوهانو وویل چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې حکومتونه باید د اوبو او روغتیا ساتنې او همدارنګه په نورو ټولو برخو کې زیاته پانګونه وکړي چې ماشومان وکولی شي کیفیت لرونکي زده کړې ترلاسه کړي.
هغه وويل، که د ماشومانو روغتيا ښه نه وي او يا يې په ښوونځيو کې خوندي نه وي، نو د دوی لپاره به د زده کړې ترلاسه کول خورا ستونزمن وي.





