د کيماړې په علي محمد ګوټ کې د زهرجن ګاز له امله د ١٨ کسانو د مړينې په اړه د پوليس سټيشن کې 10 مقدمې درج شوي دي
باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ: د کيماړې په علي محمد ګوټ کې د زهرجن ګاز له امله د ١٨ کسانو د مړينې په اړه د پوليس سټيشن کې 10 مقدمې درج شوي دي.
دپوليسو وينا ده چې دعدالت په حکم د وژل شوؤ کسانو د ورثاؤ سره په تماس کې مقدمې درج کړل شوي اؤ په ټولو مقدمو کې دوژل شوؤ کسانو وارثان مدعي شوي دي.
د پوليسو په وينا، په دغو قضيو کې د غيرقانوني توګه د فابريکو د مالکينو نومونه شامل دي، چې په کې د قتل او نورو قضيو شامل دي.
دپوليسو لخوا وئيلي شوي دي چې دپيښې په اړه درجسټرډ کيسونو شميره 11ؤ ته رسيدلې ده.
د پولیس وینا ده چی مدعیانو خپل بیان کښي اوویل چی د علی محمد ګوټ په هستوګنه خلقو کښي د ری سائیکلنګ کارخانی فعالیت کوی، دغه کارخانو نه مضر اوړه او دوړه خارجیږی چی له وجی د ماحول ککړتیا خطرناکه او مرګونی ثابتیږی.