د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید ادعا کړې، چې د شپې له خوا ورته د یوه مهم کس سرہ د لیدو غوښتنه شوې وه، خو هغه له لیدو انکار وکړ

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید ادعا کړې، چې د شپې له خوا ورته د یوه مهم کس سرہ د لیدو غوښتنه شوې وه، خو هغه له لیدو انکار وکړ.
د اسلام اباد په عدالت کې د حاضرېدو په موقع ميډيا سره په غير رسمي خبرو کې شيخ رشيد وويل پوليس زما وروڼه دي، زه 16 ځله وزير شوم، هغوي زما سياسي خواخوږي بدلول غواړي خو زه به خپل بدل نه کړم. په دې عمر کې خواخوږي.
هغه وويل چې ما پوليسو ته د دواړو موبايلونو پاسورډونه ورکړي دي، زما پيسې، موبايل او ساعتونه پوليسو ترې وړي دي، د مرۍ پوليسو په ساعتونو ساعتونو پوښتنې ګروېږنې کړې دي، ټول کارونه د ابپارې پوليسو کړي دي. د مری لسبیله او کراچۍ پولیس بې ګناه دي.
پخواني وزیر وویل چې راتلل یې له یوه مهم کس سره د لیدو غوښتنه کوله خو ما انکار وکړ.






