لاهور هائي کورټ د پخواني داخله وزير شيخ رشيد په ضد د پوليس سره د مزاحمت کولو او د افسر يونيفارم سپکاوی په مقدمه کښې د مري پوليس نه په دوه هفتو کښې ريکارډ طلب کړی دی

0
75

باغی ټی وی رپورټ
راولپنډۍ: لاهور هائي کورټ د پخواني داخله وزير شيخ رشيد په ضد د پوليس سره د مزاحمت کولو او د افسر يونيفارم سپکاوی په مقدمه کښې د مري پوليس نه په دوه هفتو کښې ريکارډ طلب کړی دی.

د لاهور هائي کورټ پنډۍ بنچ کښي د پخواني داخله وزير شيخ رشيد خلاف مري پوليس سټيشن کښي د داخل درخواست باندي سماعت اوکړے شو۔

د شيخ رشيد لخوا وکيل سردار رازق خان او ياسر شريف عدالت ته حاضر شول۔

حکومتي څارنوال د شیخ رشید پرضد د مقدمې د لغوه کولو مخالفت وکړ، په دې اړه محکمې پوښتنه وکړه چې تاسو ولې تر اوسه شیخ رشید نه دی نیولی؟

دولتي څارنوال په ځواب کې وويل چې ملزم پخوا هم په يوه مقدمه کې نيول شوى دى، شيخ رشيد دپوليسو په وړاندې د مزاحمت کولو او د چارواکو د يونيفورم د سپکاوی مقدمه لري.

عدالت ویلي که شیخ رشید نیول شوی وي نو عدالت ته دې د مقدمې ریکارډ وړاندې کړي.

عدالت آئي جي پنجاب، آئي جي اسلام آباد او آر پي او راولپنډۍ ته نوټس جاري کړے او ايس ايچ او مري او د مقدمې تفتيش افسر ته ئي دوه هفتو کښي ريکارډ سره طلب کړي دي۔

محکمې ویلي چې د قضیې د اسنادو له غوښتلو وروسته به پرېکړه وکړي.

ياده دي وي چي شيخ رشيد د مری پوليس سټيشن کښي درج کړے شوي مقدمه خارجولو لپاره درخواست جمع کړے دے۔

Leave a reply