د پاکستان ډیموکریټک تحریک (PDM) د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو د ځنډولو لپاره تګلاره جوړه کړې ده

باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان ډیموکریټک تحریک (PDM) د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو د ځنډولو لپاره تګلاره جوړه کړې ده.
دوزيراعظم شهباز شريف، پخواني صدر اصف زرداري اؤ دجمعيت علمائي اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان سره په خبرو کې دا فيصله شوې ده چې ائتلافي حکومت به دانتخاباتو ځنډولو لپاره په عدالتونو کې درخواستونه جمع کوي.
دسرچينو ترمخه اول به د سنده حکومت په عدالت کې رټ درخواست دائروي او په دوهمه مرحله کې به د بلوچستان حکومت هم رټ درخواست دائروي.
سرچينې وائي په دواړو درخواستونو کې دا دريځ خپل کړل شوى چې ټولټاکنې دې د نوې مردم شمارۍ وروستو ترسره شي اؤ نوې حلقه بندۍ د مردم شمارۍ وروستو لازمي دي.
د اساسي قانون له مخې د نویو ټاکنیزو حوزو د پروسې لپاره لږ تر لږه ۹۰ ورځو ته اړتیا ده.
د يادونې وړ ده چې د پنجاب او خېبر پښتونخوا اسمبلۍ منحل شوې او سرپرست حکومتونه کار کوي.






