لاهور هائي کورټ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د قامي اسمبلۍ (ايم اين ايز) د ۴۳ غړو د ډي نوټيفای کولو لپاره د الېکشن کمېشن حکم معطل کړی دی
باغی ټی وی رپورټ
لاهور هائي کورټ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د قامي اسمبلۍ (ايم اين ايز) د ۴۳ غړو د ډي نوټيفای کولو لپاره د الېکشن کمېشن حکم معطل کړی دی.
د لاهور هائي کورټ جسټس شاهد کريم د پي ټي آئي ايم اين اے ياز فتيانه په شمول د قامي اسمبلۍ د 43 پخوانيو غړو استعفي منظورولو په ضد د درخواست سماعت کړيدے
د پي ټي آئي د غړو وکيل بيرسټر علي ظفر وويل د استعفي منلو قانوني شرطونه نه دي پوره شوي۔
جسټس شاهد کريم پوښتنه وکړه چې کوم قانوني تقاضې نه دي پوره شوي؟
بيرسټر علي ظفر وويل چې سپيکر داستعفې منلو څخه وړاندې داسمبلۍ دقانون له مخې پلټنې نۀ دي کړي، داسمبلۍ غړي داستعفې منلو دپاره سپيکر ته نۀ دي حاضر شوي، سپيکر دغړو له اوريدلو پرته استعفاوې نۀ شي منلى.
عدالت د اليکشن کميشن د 43 اسمبلۍ غړو د ډي نوټيفي کولو حکم معطل کړ او په 43 حلقو ضمني انتخابات يې تر بل خبر پورې وځنډول۔
عدالت اليکشن کميشن او نورو ګوندونو ته نوټس جاري کړے او د هغوي نه ئي جواب غوښتې دې۔
تر اوسه د کومو غړو استعفاوې منل شوې دي؟
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف د پاکستان تحريک انصاف د ۳۴ غړو او د کورنيو چارو پخواني وزير شيخ رشيد استعفاوې منلې وې.
د دې نه علاوه د قامي اسمبلۍ سپيکر د ۲۰۲۲م کال په جولائي کې د پي ټي ائي د قومي اسمبلۍ د ۱۱ غړو استعفاوې منلې وې چې پکې د کراچۍ نه د قامي اسمبلۍ غړي شکور شاد په عدالت کې درخواست جمع کړی ؤ او خپله استعفا يې بيرته اخستې وه .
د قومي اسمبلۍ سپيکر د جنورۍ په ۲۰ مه د پي ټي آئي د ۳۵ نورو غړو استعفاوې منلې وې.
اوس د ۴۳ نورو استعفاګانو له منظورۍ وروسته د پاکستان تحریک انصاف ۱۲۲ استعفاوې او د شیخ رشید یوه استعفا منل شوې ده.