د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د مشر عمران خان د جيل ډکولو تحريک په اړه غبرګون ښودلی دی

0
101

باغی ټی وی رپورټ
د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د مشر عمران خان د جيل ډکولو تحريک په اړه غبرګون ښودلی دی.

پخواني وزيراعظم عمران خان تيره ورځ د جيل بھرو تحريک اعلان کړي وو۔

خپل خطاب کښې عمران خان اوويل چې مونږ سره دوه آپشنونه دي يو په ټول ملک کښې ويل جام هړتال دے، د معيشت حالت داسې دے چې د ويل جام هړتال سره به حالات نور هم خراب شي، زه کارکنانو ته د جيل بهرو تحريک لپاره تيارۍ ته وايم. زما سیګنال ته انتظار وکړئ، زه به د جیل بهرو غورځنګ غږ کړم.

خو کله چې په لندن کې خبریالانو له نواز شریف څخه د عمران خان د جېل ډکولو د تحریک په اړه پوښتنه وکړه، هغه په ​​ځواب کې وویل چې عمران صاحب به درته ووایي چې زندانونه څنګه ډکوي.

ياده دي وي چي عمران خان تيره ورځ د جيل ډکولو تحريک په اړه د قانوني ماهرينو نظر غوښتي وو . سرچینو ترمخه د جيل بهرو تحريک په اړه به د آئيني ماهرانو په نظر فيصله کولى شي، د تحريک شروع کولو او نيولو په لارو چارو به له کارپوهانو سره خبرې کيږي.

Leave a reply