د پخواني ولسمشر جنرال (ر) پروېز مشرف د جنازې لمونځ د کراچۍ په ملير کېنټ کې ادا شو، چې وروسته هغه په ​​پوره پوځي اعزاز سره خاورو ته وسپارل شو

0
210

باغی ټی وی رپورټ

د پخواني ولسمشر جنرال (ر) پروېز مشرف د جنازې لمونځ د کراچۍ په ملير کېنټ کې ادا شو، چې وروسته هغه په ​​پوره پوځي اعزاز سره خاورو ته وسپارل شو.

د جنرال (ر) پرویز مشرف د جنازې لمونځ د کراچۍ په ملیر کینټ پولو ګراونډ کې ادا کړی شو. د جنازې په لمانځه کې د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ جنرل ساحر شمشاد، پخواني آرمي چيف جنرل ريټائرډ قمر جاويد باجوه او جنرل ريټائرډ اشفاق پرويز کياني ګډون اوکړو۔

د جنازې په لمانځه کې د ایم کیو ایم مشرانو خالد مقبول، مصطفی کمال، فاروق ستار او فروغ نسیم او نورو هم ګډون کړی وو.

وروسته پروېز مشرف په پوځي قبرستان کې په پوره پوځي اعزاز سره خاورو ته وسپارل شو.

ياده دې وي چې د فرورۍ په پنځه ويشتمه نيټه پخوانې صدر جنرل (ر) پرويز مشرف په دوبۍ کې مړ شو او د ډيرې مودې راهسې د دوبۍ په امريکې هسپتال کښې د علاج لاندې وو.

تېره شپه د پخواني ولسمشر پروېز مشرف مړی د لېږدولو ځانګړې الوتکه له دوبۍ کراچۍ ته ورسېده او د پروېز مشرف مېرمن، لور او زوی هم په ځانګړې الوتکه کې کراچۍ ته ورسېدل.

Leave a reply