د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په لارښوونه د پاکستان د پوځ یو ټیم ترکیې ته تللي دي چې مرستو کښې ګډون وکړی

باغی ټی وی رپورټ
راولپنډۍ: د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په لارښوونه د پاکستان د پوځ یو ټیم ترکیې ته تللي دي چې مرستو کښې ګډون وکړی
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په وینا، د پاکستان د پوځ په هغو سرتېرو کې چې ترکیې ته تللي د پوځ ډاکټران، د نرسنګ کارکوونکي او تخنیکران شامل دي.
د آئي اېس پي آر له مخې پوځيان به د پاكستان سفارت سره نزدې رابطه جاري ساتي او د امدادي كارونو تر بشپړېدو پورې به هلته پاتې وي۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي امدادي ټيمونه د فبرورۍ په شپږويشتمه نيټه د پاکستان د هوائي پوځ د خاص جهاز په ذريعه روان شوي دي، امدادي سامان کښي خيمې، کمپلې او نور امدادي سامان شامل دي۔
د آئي ايس پي آر لخوا وئيلي شوي دي چي د پاک فوځ طبي ټيم به يو 30 بستريز موبائل هسپتال جوړوي۔





