د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د جيل ډکولو تحريک په موضوع د قانوني ماهرانو نظر غوښتې دې

0
105

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د جيل ډکولو تحريک په موضوع د قانوني ماهرانو نظر غوښتې دې۔

دسرچينو ترمخه د جيل بهرو تحريک په اړه به د آئيني ماهرانو په نظر فيصله کولى شي، د تحريک شروع کولو او نيولو په لارو چارو به له کارپوهانو سره خبرې کيږي.

د پي ټي آئي سرچينو ترمخه قانوني ماهرين به عمران خان ته د آئيني اړخونو په اړه معلومات ورکوي، عمران خان به د ماهرانو لخوا وړاندې شوي نکاتو په رڼا کښې د عمل فيصله کوي۔

سرچینه زیاتوي، چې د ګوند د مشرتابه په امر به د نیولو لړۍ پیل شي.

Leave a reply