د اسلام آباد هائي کورټ يو لوي بينچ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيرمين عمران خان د خپلې مبينه لور تيريان د پټولو په وجه د نااهلي کيدو د مقدمې اوريدنې لپاره جوړ کړی دی
باغی ټی وی رپورټ
د اسلام آباد هائي کورټ يو لوي بينچ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيرمين عمران خان د خپلې مبينه لور تيريان د پټولو په وجه د نااهلي کيدو د مقدمې اوريدنې لپاره جوړ کړی دی.
د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق په مشرۍ کښې درې کسيزه لويه بينچ جوړ کړے شوے دے چې پکښې جسټس محسن اختر کياني او جسټس ارباب محمد طاهر شامل دي۔
د اسلام آباد هائي کورټ کاز لسټ جاري کړے شوے دے د کوم له مخې چې د اسلام آباد هائي کورټ لوئر بينچ به د فرورۍ په نهمه نيټه د عمران خان نااهلي کيس اوريدنه کوي۔
ياده دې وي چې عمران خان د نامزدګۍ په کاغذونو کښې د خپلې مبينه لور د نه ښودلو تور لګولې دې، يو تن محمد ساجد د عمران خان د نااهله کولو غوښتنه کړې ده.