په تورخم پوله چې دوه اړخیز سوداګري وده کوي نو زمونږ مزدوري هم بیا ډیره ښه وي: په تورخم پوله د یو هوټل مالک خبرې

0
241

نصیب شاه شینواري
په پاک افغان پوله د خپل خاندان لپاره مزدوري کوونکي کسانو رسینو سره خبرو کښې ویلي دي چې که چرې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت وده کوي نو دې سره ددوی مزدوري هم ښه کیږي او دوی کولې شی چې د خپل بال بچ لپاره یو وخت دوه وخت ډوډې وګتي.

جاوید شینواري ، چې د ننګرهار اوسیدونکې دې او په لنډي کوتل کښې ژوند کوي، په پاک افغان پوله تورخم یو هوټل لري.
رسنیو سره خبرو کښې جاوید شینواري اوویل چې په تورخم کښې په جدید تجارتي ټرمینل باندې تعمیراتي کار دوام لري، هغه اوویل چې که تعمیراتي کار په چټکې سره بشپړ شي نو دې سره به ددوی مزدوري هم وده وکړي.

یو افغان د ټرک مالک ت.ا اوویل چې د افغانستان په تورخم کښې د تجارتي ګاړو لپاره لګولې شوې د وزن کولو کانټا خرابه شوي ده او دوی سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه دا هم اوویل چې په د افغانستان په تورخم ګمرک کښې تاتجربه کار اهلکار ناست دي ، هغوی زیاته کړه چې که افغانستان چارواکي غواړي ددوی تجارت ښه شی او د افغانستان معیشت وده وکړي نو باید د پاکستان سره سوداګرۍ ته وده ورکړي.
یو بل افغان وګړې حوالدار خان چې د ننګرهار ډکې اوسیدونکې دې وایی چې په ټرک کښې مزدوري کوي او تورخم ته راځي، د پاکستان تورخم څخه په لارې او تجارتي مال افغانستان ته وړونکي ټرکونو کښې افغانستان ته ځی او مزدوري کوي.
دې افغان وګړي هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان او پاکستان چارواکي باید په تورخم پوله د سوداګرو لپاره اسانتیاوې پیدا کړي چې دوه اړخیز تجارت وده وکړي.
هغه اوویل چې که دوه اړخیز تجارت ښه شي نو دې سره به د افغا نستان او پاکستان عوامو ته هم د کار روزګار موقع په لاس راشي او دوی به د خاندان لپاره د امدن وسیله جوړه شي.

یو بل افغان ډرایور اوویل چې د افغانستان مزار شریف څخه ی په خپل ټرک کښې کویله (سکاره) پاکستان ته راوړي ، هغه شکایت وکړو چې د ضلع خیبر په بعضې چیک پوسټونو دوی څخه غیرقانونه پیسې اخستل کیږي، افغان ډرایور اوویل چې باید دا ناقانونه روپې اخستل بند شی.
افغان ډرایور دا غوښتنه هم وکړه چې په تورخم پوله دې افغان او پاکستان سوداګرو لپاره سهولتونه ورکړل شی چې دوه اړخیز تجارت وده وکړي.

Leave a reply