وانا کښې د شهيد شوو قبایلي خبريالانو اتلسمه کليزه په عقيدت او احترام سره ولمانځل شوه چې پکښې د سياسي پارټو مقامي مشرانو ګډون اوکړو

0
90

باغی ټی وی رپورټ
وانا: ډسټرکټ پريس کلب وانا کښې د شهيد خبريالانو اتلسمه کليزه په عقيدت او احترام سره ولمانځل شوه چې پکښې د سياسي پارټو مقامي مشرانو ګډون اوکړو۔

د وانا ضلعي پريس کلب وانا کښې د شهيد خبريالانو الله نور او امير نواب 18م تلين په عقيدت او احترام ولمانځل شو۔د جنوبي وزيرستان ډپټي کمشنر لوئر محمد ناصر خان، ډي ايس پي هيډکوارټر نادر خان، يوتھ افسر جنوبي وزيرستان لوئر سردار علي وزير، تحصيلدار وانا، پخواني چيئرمين اميدوار تاج محمد وزير، د پي پي ايس عمران مخلص، د جماعت اسلامي اسد خان، اين ډي ايم زين الله، کونسکر د اتحاد نائب صدر احمد خان، د جمعیت علما اسلام محمد نور آزاد، مولانا ګوهر، د پاکستان نیشنل پارټۍ چیرمین جهانګیر خان، ملک عبدالخالق او د مختلفو سیاسی ګوندونو مشرانو ګډون اوکړو.

په دي موقع د الله نور شهيد زوي امير خان هم خاص ګډون اوکړو.په دي محال د ضلعي پريس کلب وانا جنرل سيکرټري زرداد خان او نائب صدر نورعلي خان په مشري کښي خاص دستوره اوشوه او ټولو شريکانو شهيدانو ته خراج عقیدت اوکړو۔ شهيدان هيڅکله نه مري ځکه ژوندي دي

غونډې ته په خپله وينا کې ډپټي کمشنر وويل: “شهيد خبريالانو ته درناوى وړاندې کوم، ژورناليزم يو مقدس مسلک دى، که په مثبت ډول ترسره شي.”

نوموړي وويل، چې ژورناليزم د ټولنې سترګې او غوږونه دي، قبايلي خبريالانو د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې په لومړۍ ليکه کې رول لوبولی او حتی خپل ژوند يې قرباني کړی، چې هيڅکله به هېر نه شي، خبريالان بايد د خلکو ستونزې په ګوته کړي، څو د دوی د ستونزو د هوارۍ لامل شي. د کمېشنر مرستیال وویل، چې له خبریالانو سره به زموږ همکاري هر وخت دوام وکړي.

د ضلعي پريس کلب وانا سيکرټري جنرل زرداد خان او نائب صدر نورعلي خان د ضلعي پريس کلب کابينې په استازيتوب د ټولو مېلمنو مننه وکړه او ويې ويل چې تاسو په دې ايونټ کښې ګډون کولو سره مونږ ته تشويق ورکړے دے.

څرګنده دي وي چي امير نواب او الله نور د کال 2005م د فرورۍ په اوومه نيټه د ضلعي انتظاميي او طالب کمانډر بيت الله محسود ترمينځ د معاهدې نه پس د جنوبي وزيرستان سرروغه تحصيل ته واپس روان وو چي د وانا هيډکوارټر هسپتال سره نزدې ترهګرو د دوي په ګاډي حمله اوکړه، ډزې وشوې، چې په پایله کې یې امیر نواب او الله نور ځای په ځای شهیدان شول او انور شاکر سخت ټپي شو.

د وانا ضلعي پريس کلب صدر مجيب الرحمان وئيلي دي چي د الله نور او امير نواب اتلس کاله تير شوي دي ولي مونږ دوي نه دي هير کړي، هغوي زمونږ لپاره ژوندي دي او هر کال د دوي ورځ په شانداره توګه نمانځلي کيږي۔

Leave a reply