په ترکیه کې یو ځل بیا د زورورې زلزلې ټکانونه احساس شول
باغی ټی وی رپورټ
په ترکیه کې یو ځل بیا د زورورې زلزلې ټکانونه احساس شول.
د بهرنیو رسنیو له مخې د ترکیې په مرکزي برخه کې د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا د زورورې زلزلې ټکانونه احساس شوي چې د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې ثبت شوې، په داسې حال کې چې د زلزلې ژوروالی دوه کیلومتره تر ځمکې لاندې وو.
د رسنیو د راپورونو له مخې د زلزلې د تازه ټکانونو له امله سمدستي د کوم ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په ترکیه کې د دوشنبې په ورځ د ۷.۸ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۲ زره اوښتی، په داسې حال کې چې په ترکیه او سوریه کې د وژل شویو شمېر تر ۴۳۰۰ ډېر دی.