یو وګړې چې په سوریه کې له سختې زلزلې روسته ژوندی پاتې شوی، خپله کیسه ی کړې ده
باغي ټی وی رپورټ
یو وګړې چې په سوریه کې له سختې زلزلې روسته ژوندی پاتې شوی، خپله کیسه ی کړې ده.
اسامه عبدالحمید چې د سوریې په شمال لویدیځ کې د ایزمیرین په ښار کې د یوه اپارتمان اوسیدونکی دی، بهرنیو رسنیو ته ویلي چې د هغه څلور پوړیزه ودانۍ له نړېدو وروسته له خپلې میرمنې او څلورو ماشومانو سره په سختۍ سره د ملبې څخه راوتلو کښې بریالی شو.
اسامه چې د ادلب په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، وویل: «زه او کورنۍ مې د شپې په خوب ویده وو چې د زلزلې له امله مو سترګې خلاصې شوې، کله چې له خوبه راویښ شو، ومې لیدل چې هر څه په بده توګه لړزیدلي دي، داسې ښکاریده لکه یو څوک. ودانۍ یې ونیوله او ولړزوله.”
اسامه وويل: “موږ سمدستي بهر منډه کړه، خو مخکې له دې چې موږ له ودانۍ څخه ووځو، د ودانۍ دروازې ته د رسېدو سره سم زموږ پر مخ سقوط وکړ.”
د سوري سړي په وینا، “هغه د خپلې میرمنې او ماشومانو په ګډون د سر سخت ټپونه لري.”
اسامه په ژړا شو او څرګنده یې کړه چې په ټوله ودانۍ کې یوازې د هغه کورنۍ ژوندۍ پاتې شوه، پاتې درې پوړونه مړه شول.
اسامه دا هم وویل چې خدای ورته دوهم ژوند ورکړی دی.
د يادونې وړ ده چې په تركيه او سوريه كې د زلزلې له كبله د مړو شمېر له ۴۳۰۰ تنو اوښتى دى، د ژغورني كاركوونكو هلې ځلې روانې دي چې په ملخانو كې د ښكېلو كسانو د ژغورلو هڅې وكړي، د زلزلې له كبله تر اوسه تر ۱۲۰ زياتې زلزلې محسوسې شوې دي.